روغتيا
د غزې روغتیا وزارت د ګوزڼ ناروغي اعلان کړه
د رویټرز د راپور له مخې؛ پولیو یوه ساري ناروغي ده، چې کولی شي مرکزي عصبي سیسټم لاندې او هغه عصبي حجرې زیانمنې کړي، چې عضلات فعاله ساتي.
د غزې روغتیا وزارت د فلسطین په ټوله سیمه کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي اعلان کړه؛ خو پړه یې د اسرائیلو پر روان پوځي یرغل اچولې ده.
د رویټرز د راپور له مخې؛ پولیو یوه ساري ناروغي ده، چې کولی شي مرکزي عصبي سیسټم لاندې او هغه عصبي حجرې زیانمنې کړي، چې عضلات فعاله ساتي.
په غزه کې د فلسطینیانو تر منځ ګوزڼ او نورې ناروغۍ خپرې شوې دي. په سللګونه زره خلک په تنګو خیمو کې ژوند کوي، چې نه یوازې د ناپاکو اوبو څښلو ته اړ شوي، بلکې د اوومه فاضله موادو له ککړ تیا سره هم مخ دي.
