نړۍ
د غزې پر خیمهیي کمپ د برید له کبله لسګونه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اسرائیلو پوځ ویلي، د حماس مهم وسلوال یې پر نښه کړي، چې د خان یونس د بشري مرستو د اړوند سیمې د قومندې او کنټرول په مرکز کې یې فعالیت کاوه.
د غزې ملکي بېړني ټولنې د سې شنبې پر ورځ اعلان کړی، چې د اسرئيلي توغنديو پر توغېدو په جنوبي غزه کې د فلسطيني کډوالو يو کمپ اور اخیستی او ٦٥ کسانو ته یې مرګ او ژوبله اړولې ده.
د اسرائیلو پوځ ویلي، د حماس مهم وسلوال یې پر نښه کړي، چې د خان یونس د بشري مرستو د اړوند سیمې د قومندې او کنټرول په مرکز کې یې فعالیت کاوه.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د غزې د دولتي رسنیو دفتر، چې د حماس تر ادارې لاندې دی د وژل شویو کسانو شمېر له ۴۰ ډېر ښیي. دغه راز لږ تر لږه ۶۰ نور کسان په دغو بریدونو کې ټپیان او ګڼ نور ورک شوي دي.
د دې راپور له مخې؛ د مرستندویه ځواکونو لټون د سې شنبې تر سهاره روان و.
د رویټرز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د دې کمپ اوسیدونکیو او ډاکټرانو ویلي، چې په المواسې سیمه کې خان یونس ته نږدې د خیمو یو کمپ، چې اسرائیلو د فلسطیني کډوالو لپاره بشري خوندي سیمې یاده کړې؛ لږ تر لږه څلور توغندي توغول شوي دي. دغه کمپ له هغو فلسطیني کورنیو څخه ډک دی، چې اسرائیلي پوځ ورته د غزې له نورو سیمو څخه د ورتګ امر کړی و.
ملکي بېړنۍ ټولنې ادعا کړې، چې په دې برید کې لږ تر لږه ۲۰ خیمې سوځول شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې په ۶۵ قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته دي؛ خو سمدلاسه د مړو او ټپیانو کره شمېره په لاس کې نشته.
د اسرائیلي ځواکونو په بیانیه کې راغلي دي: ترهګرو پرمختګ کړی و او د اسرائیلي ځواکونو او حکومت پر وړاندې یې وسلوال بریدونه کړي وه.
په اسرائیلو کې جګړه د تېر کال د اوکټوبر پر اوومه پیل شوه، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې د حماس وسلوالو په برید کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل. په داسې حال کې ، چې د غزې روغتیا وزارت ویلي، پر غزه د اسرائیلو په پوځي ځوابي بریدونو کې له ۴۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
