تازه خبرونه

د غزې پر رفح ښارګوټي د اسرائیلو وحشیانه بریدونو پیلېدا به روان ناورین نور هم ژورکړي

Published

on

اسلامي امارت ویلي: د فلسطین د غزې تړانګې پر شمال او جنوب له څلور میاشتنیو وحشیانه بریدونو وروسته تېره ورځ اسرائیلي یرغلګرو ځواکونو پر رفح ښارګوټي، چې له يو نيم ميليون ډېرو فلسطینیانو د بمبارد او جګړو له وېرې په کې پناه اخیستې، وحشیانه بریدونه پیل کړل.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ پر رفح ښارګوټي د اسرائیلي رژیم بریدونو دوام به بله لويه فاجعه رامنځته او روان ناورین نور هم ژور کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: اسلامي امارت د صهیونیستانو روان وحشت پر تر ټولو کلکو ټکو غندي او د سملاسي درېدو غوښتنه يې کوي.

دغه راز پر نړیوالو او سیمه‌ییزو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو مدعي ټولنو غواړي، چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټولوژنې مخه ونیسي او د دې قضیې اساسي حل ته لار اواره کړي.

ویل کیږي، چې په غزه کې د ټولوژنې دوام حاکم نړيوال نظم او مدعي ارزښتونه يې له جدي پوښتنو سره مخ کړي او دا د پېړۍ ټولوژنه به د نړیوالو ټولنو او بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار نور هم له منځه یوسي.

Trending

Exit mobile version