نړۍ
د غزې پر روغتون برید د کچې له مخې بې ساری دی – د روغتیا نړیواله ټولنه
د روغتیا نړیوالې ټولنې د سې شنبې پر ورځ د غزې په شمال کې د المعمداني پر روغتون د برید د غندلو په ترڅ کې، چې په کې سلګونه کسان ووژل شول؛ ویلي، چې دا برید د کچې له مخې بې ساری و.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دا برید پر غزه د اسرائیلو د بمبارد له پیله راپدیخوا ترټولو خونړۍ پېښه ده، چې د غزې په تړانګه کې د اکتوبر پر اوومه د حماس د وژونکي برید په ځواب کې ترسره شوی دی.
په لویدیځه غاړه او غزه کې د روغتیا نړیوالې ټولنې استازي ریچارد پیپرکورن ویلي؛ دا برید پر کچه بې ساری دی. مونږ په اشغال شويو فلسطیني سیمو کې د حفظ الصحې او درملنې په اړه د دوامداره بریدونو شاهدان یوو.
پيپرکورن زیاته کړې؛ تر اوسه پورې په غزه کې پر روغتيايي مرکزونو ٥١ بريدونه شوي، چې په کې ١٥ روغتيايي کارکوونکي وژل شوي او ٢٧ نور ټپيان دي.
فلسطیني چارواکو څرګنده کړې، چې دا برید د اسرائیلو کار و؛ خو د اسرائیلو پوځ دا خبره رد کړې او وایي، چې دا پېښه د یوې فلسطیني وسلهوالې ډلې لهخوا د ناکام توغندي د توغولو په نتیجه کې رامنځته شوی دی.
د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوالې ټولنې سیمهییز مشر احمد المندري ویلي؛ پر روغتون د برید پر مهال دا روغتون له ناروغانو، روغتیايي کارکوونکیو او داخلي بې ځایه شویو کسانو ډک و.
هغه ویلي: دا روغتون د غزې تړانګې په شمال کې یو له هغو ۲۰ روغتونونو څخه و، چې ترې اسرائیلي پوځ د وتلو امر شوی و.
هغه زیاته کړې: اوسنۍ ناامنۍ ته پر پاملرنه د ډېرو ناروغانو کړکېچن وضعیت او د بې ځایه شویو لپاره د امبولانسونو، پرسونل، بسترونو او بدیل سرپناه نهشتوالي، د ویستلو امر ناممکن کړی دی.
مایک رایان د نړیوال روغتیا سازمان د روغتیا اضطراري برنامې اجرائیوي رییس ویلي، چې دا ناانساني عمل دی، چې په غزه کې پر روغتیایی کارکونکيو ناروغانو او بې سرپناه خلکو تر سره کیږي.
هغه ويلأ، داکتران او نرسان د خپل ژوند پر پرتله ناروغانو ته لومړيتوب ورکوي.
مایک ریان وایي: دا په دې جګړه کې ټولو خواوو ته روښانه ده، چې روغتیایی تاسیسات چېرته دي. دا خورا روښانه ده، چې روغتیایی پاملرنه هدف نهدی … دا په نړیوال بشردوستانه قانون کې ویل شوي او مونږ په تېره اوونۍ کې دا سرغړونه بار بار لیدلې ده او دا باید ودریږي او دا باید ودرول شي.
د امریکا ولسمشر جوبایدن د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې هغه د غزې په یوه روغتون کې د چاودنې له کبله په غصه شوی، چې شاوخوا ۵۰۰ کسان یې ووژل او زیاته یې کړه، چې هغه د ملي امنیت ډلې ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې په اړه معلومات راټول کړي.
نړۍ
د سعودي په یوه کارخونه کې اورلګېدنې ۱۶ بنګلهدیشي کارګر وژلي
د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د څوکیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له کبله ۱۶ بنګلهدېشي کارګر کډوال وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اور د یکشنبې پر ورځ د ریاض د موسى سنایه په صنعتي سیمه کې لګېدلی دی.
د بنګلهدېش بهرنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې وضعیت څاري او په ریاض کې د دغه هېواد سفارت له سعودي چارواکو سره خپل هېواد ته د مړو د لېږدولو چارې ترسره کوي.
د بهر میشتو د هوساینې او بهرنیو کارونو وزیر عارف الحق چوهدري چارواکو ته لارښوونه کړې، چې خپل مړي ژر تر ژره هېواد ته ولېږدوي او د قربانیانو کورنیو ته اړینې دولتي مرستې او غرامت برابر کړي.
شاوخوا ۳.۵ میلیون بنګلهدیشیان په سعودي عربستان کې ژوند کوي او دغه هېواد د بنګلهدېشي کارګرو کډوالو تر ټولو لوی کوربه هېواد دی. دغو کارګرانو تېر کال له سعودي څخه خپل هېواد ته له ۲.۷ میلیارډ ډالرو ډېرې پیسې لېږلې دي.
نړۍ
د جو بایډن سرطان نورو برخو ته خپور شوی او ډېر درد لري – بایډن زوی
هنټر بایډن له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، سرطان یې هډوکو او د بدن نورو برخو ته خپور شوی دی.
نړۍ
د امریکا سنا پر روسیې او ایران د پراخو بندیزونو طرحه تصویب کړه
د جمعې پر ورځ په سنا کې د «۲۰۲۶ز.کال د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» نومې طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو پر ترلاسه کولو تصویب شوه.
د امریکا سنا د روسیې او ایران پر وړاندې د نویو بندیزونو طرحه د رای پراکثریت تصویب کړې او اوس به د ارزونې لپاره د استازو جرګې ته ولېږل شي.
د جمعې پر ورځ په سنا کې د «۲۰۲۶ز.کال د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون» نومې طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو پر ترلاسه کولو تصویب شوه.
د دې طرحې اصلي موخه د اوکراین د جګړې له کبله پر روسیې اقتصادي فشار زیاتول دي.
په دې طرحه کې د امریکا ولسمشر ته پراخ واک ورکړ شوی؛ پر هغو هېوادونو دراندې تعرفې ولګوي، چې د روسیې د انرژۍ پېرودلو ته دوام ورکوي.
د طرحې له مخې، که د استازو جرګه یې تصویب او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې لاسلیک کړي؛ نوموړی کولی شي د هغو هېوادونو پر وارداتي توکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفه ولګوي، چې د روسیې د تېلو او ګازو لوی پېرودونکي دي.
هند، جاپان او یو شمېر اروپايي هېوادونه هغه حکومتونه دي، چې ښايي د دغو تعرفو له کبله اغېزمن شي.
په دې طرحه کې پر ایران د پراخو بندیزونو ترڅنګ، د دغه هېواد د انرژۍ او وسلو د برخو د تمویل لپاره هم محدودیتونه په پام کې نیول شوي دي.
د طرحې ملاتړي وايي؛ موخه یې د روسیې د انرژۍ عواید کمول او پر مسکو فشار زیاتول دي، چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي.
د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د تعرفو په برخه کې ولسمشر ته د پراخو واکونو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې دا اقدام ښايي د امریکايي شرکتونو او پېرېدونکو لپاره د وارداتي توکو بیې لوړې کړي.
ټاکل شوې، چې دا طرحه د سنا له تصویب وروسته، د استازو جرګې د دوبي د رخصتۍ له راستنېدا وروسته د اګست پر یودېرشمه وڅېړل شي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي5 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار4 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
-
تازه خبرونه4 days agoچین له اسلامي امارت څخه د ترهګرو ډلو پر ضد د اقدام غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoکویټ له افغانستان بشري صندوق سره ۲.۵ میلیون ډالر مرسته وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoروسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
