نړۍ

د غزې پر یوه مرستندویه مرکز د اسرائیلو په هوايي برید کې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

د فلسطین روغتیايي چارواکو د چارشنبې پر ورځ ( د کب درویشتمه ) ویلي، چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې د خوراکي توکو د وېش پر یوه مرکز پر اسرائیلي هوايي برید پېنځه کسان وژل شوي د غزې شمالي برخې ته، چې له قحطۍ سره مخ ده؛ د مرستو بندولو ګواښ هم شوی دی.

په پېښه کې د آنروا ( د فلسطیني بې ځایه شویو لپاره د مرستو رسونې او کار موندنې بنسټ ) یو کارکوونکی وژل شوی دی.

د آنروا مشر فیلیپ لازارینی ویلي؛ زمونږ د غزې د تړانګې د مرستو د وېش پر یوه مرکز په داسې حال کې هوایي برید وشو، چې د خوراکي توکو رسول پر ختمیدو دي، لوږه پراخه ده او ځینې سیمې لهه قحطۍ سره مخ شوې دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی؛ په غزه کې لږ تر لږه ۵۷۶ زره کسان، چې د وګړیو څلورمه برخه جوړوي، د قحطۍ په څنډه کې دي.

د سې شنبې پ ورځ ملګرو ملتونو په درې اوونیو کې د لومړي ځل لپاره شمالي غزې ته د خوراکي توکو رسولو لپاره نوې ځمکنۍ لار وکاروله.

د اسرائیلو د حکومت ویاند تال هینریچ د چارشنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي: مونږ د غزې شمالي ته د ډېرو مرستو رسولو هڅې کړې دي.

آنروا بنسټ د اسرائیلو دا ادعا رد کړې او وایي، چې اسرائیل د فلسطینیانو د فشار لپاره له قحطۍ څخه کار اخلي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ هغه هوډ لري، چې د آنروا پرځای، چئ له حماس سره د اړیکو ادعا پرې شوې؛ د مرستو د وېش لپاره د ملګرو ملتونو ټولنه ځای پر ځای کړي

په داسې حال کې ده، چې د غزې جګړه شپږمې میاشتې ته داخلیږي، چې ورسره نه یوازې مرګ و ژوبله پراخه شوې، بلکې تر څنګ یې د مرستو رسولو غوښتنه هم ورځ تر بلې ډېریږي.

Trending

Exit mobile version