نړۍ
د غزې په سویل کې ۸ اسرائيلي پوځیان ووژل شول
رویټرز د اسرائیلي پوځ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دغه پوځیان ټول د جنګي انجنیرۍ د څانګې غړي وه، چې د رفح د لویدیځ په تل السلطان سیمه کې پر زغره وال موټر د چاودنې له کبله ووژل شول.
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې د شنبې پر ورځ د غزې په جنوب کې د یوې چاودنې له کبله ۸ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.
رویټرز د اسرائیلي پوځ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دغه پوځیان ټول د جنګي انجنیرۍ د څانګې غړي وه، چې د رفح د لویدیځ په تل السلطان سیمه کې پر زغره وال موټر د چاودنې له کبله ووژل شول.
د حماس پوځي څانګې ویلي، چاودنه د ماینونو په یوه سیمه کې رامنځته شوې ده.
اسرائيلي ټانکونو د تل السلطان پر لوري پرمختګ کړی او په ساحلي سيمه کې یې د توپونو باران جوړ کړ، چې په کې زرګونه فلسطينيانو پناه اخيستې ده.
د اوربند لپاره له نړیوالو فشارونو سره – سره د جګړې د پای ته رسولو هوکړه، چې څه باندې اته میاشتې مخکې د اکتوبر په میاشت کې پیل شوې؛ ناشونې شوې ده.
د غزې ښار اوسېدونکیو ویلي، د اسرائیلو پر هوايي بریدونو د غزې ښار د څنډې په دوه کورونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي. د ډاکټرانو د څرګندونو له مخې؛ د غزې په سویل کې څلور نور کسان هم وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ د شنبې پر ورځ ویلي؛ د دوی ځواکونو د غزې د سویل په رفح ښار کې، چې له مصر سره ګډخ پوله لري په تونلونو او ځمکنیو برخو کې پر پراخه کچه وسلې نیولي دي.
د اسرائیلو د پوځ د څرګندونو له مخې؛ حماس د جمعې پر ورځ د غزې له مرکزي سیمې څخه پېنځه توغندي توغولي، چې دوه یې پر اسرائیلو او درې یې په غزه کې لګېدلي دي.
نور اړوند خبرونه:
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د اوربند له طرحې ملاتړ وکړ
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول