تازه خبرونه
د غصب شویو ځمکو تړل له قوم، مذهب او ژبې سره منطقي نهدي – د عدلیې وزیر
عبدالحکیم شرعي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون مشري هم کوي په کابل کې د خیریه بنسټونو له مسوولانو او بنسټاېښودونکو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي: کله، چې ځانګړې محکمه د یوې ځمکې د امارتي کېدو په اړه پرېکړه وکړي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کميسیون اړ دی، چې پرېکړه عملي کړي.
د عدلیې وزیر ويلي؛ د امارتي غصب شویو ځمکو په اړه د ځانګړې محکمې د پرېکړو پلي کول د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون شرعي او قانوني مکلفیت دی؛ له قوم او مذهب سره یې تړل منطقي نهدي.
عبدالحکیم شرعي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون مشري هم کوي په کابل کې د خیریه بنسټونو له مسوولانو او بنسټاېښودونکو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي: کله، چې ځانګړې محکمه د یوې ځمکې د امارتي کېدو په اړه پرېکړه وکړي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي کميسیون اړ دی، چې پرېکړه عملي کړي.
هغه زیاته کړې، د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړلو ځانګړې محکمې پرېکړې د اسنادو، شواهدو او قوانینو پر بنسټ کېږي او دغه اصول باید پر ټولو یوه شان پلې شي.
د عدلیې وزیر ټینګار کړی، له غاصبانو او نامشروع نیوونکو څخه د غصب شویو ځمکو تثبیت او بېرته ترلاسه کول یوه حقوقي موضوع ده او له قوم، مذهب او ژبې سره یې تړل منطقي نهدي.
عبدالحکیم شرعي د غونډې په بله برخه کې له خیریه بنسټونو وغوښتل، چې د ټولګډونه هېوادنۍ ټولنې د جوړولو لپاره مټې رابډوهي او په بنسټیزو او بېخبنايي برخو کې هم فعالیت وکړي.
هغه له خیریه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د مرستو د وېش پر مهال له اړمنو کسانو څخه د عکس او ویډیو له اخیستلو ډډه وکړي؛ ځکه پر وینا یې دا کار د هغوی سپکاوي او عزت ته د زیان لامل کېدی شي.
د خیریه بنسټونو مسوولانو هم په دې غونډه کې د مالیاتو، ګمرکونو او د اداري چارو د اوږدېدا په برخو کې خپلې ستونزې وړاندې کړې. د عدلیې وزیر ژمنه وکړه، چې د ټولګډونه هېوادنۍ ټولنې له جوړېدو وروسته به د دغو ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړي.