تازه خبرونه

د غنمو په برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې پلان جوړیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وایي، تر راتلونکو دوو میاشتو پورې به د غنمو په برخه کې د افغانستان د ځان بسیاینې پلان بشپړ شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت دغه راز په کابل کې د نباتي آفاتو او ناروغیو د تشخیص او مخنیوي لابرتوار پرانیست.

د کرنې او مالدارۍ وزیر وایي، هر کال افغانستان له اووه میلیون ټنه زیاتو غنمو ته اړتیا لري، حال دا چې په کور دننه پنځه میلیون او درې سوه زره اویا ټنه غنم تولیدوي.

نوموړي دا خبرې په کابل کې د نباتي آفاتو او ناروغیو د تشخیص او مخنیوي د یوه عصري لابراتوار په پرانیسته کې وکړې.

دا لابراتوار چې شاوخوا یوسلو پنځوس زره امریکایی ډالره لګښت پرې راغلی د حیاتي علومو د نړیوال مرکز یاCABI له خوا جوړ شوی دی.

د کرنې اومالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر:

تر راتلونکو شپیتو ورځو به دغلې دانې په برخه کې د خودکفایی پلان بشپړ شي، مونږ ځمکه لرو او دې هدف ته رسیدای شو.

په کابل کې د کورنیو تازه میوو لپاره د یوه پارک جوړېدل د کرنې او مالدارۍ د وزارت بل کاري پلان دی.

د کورنیو میوو د ساتنې او بازارموندنې لپاره به یوکرنیز پارک جوړشي څو د دې میوو د بازار موندنې او ساتنې ستونزه حل شي.

افغانستان کې هر کال په پراخه پیمانه تازه میوې او سابه تولیدیږي، خو د بازار نه شتون یې په وړاندې اصلي خنډ دی، وبه لیدل شي چې د کرنې او مالدارۍ د وزیر پلان به دې برخه کې څومره ګټور پریوځي؟

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version