بی بی سی پښتو

د غني او بایډن کتنه؛ امریکایي ولسمشر افغانستان کې د تاوتریخوالي د ختمېدو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۵, ۱۴۰۰)
Getty Images

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې پر ورځ واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال سره سپینه ماڼۍ کې وکتل. دواړه مشران افغانستان کې پر روان وضعیت، د افغان سولې بهیر او د دواړو هېوادونو پر خپلمنځي اړیکو غږېدلي دي.

امریکایي ولسمشر جو بایډن سپینه ماڼۍ کې ورټولو خبریالانو ته وویل، افغانان به خپل برخلیک پخپله ټاکي، خو امریکا به یې ترڅنګ ولاړه وي.

نوموړي وویل، امریکایي پوځیان له افغانستانه ووځي، خو دا په دې معنا نه ده چې د امریکا او افغانستان ترمنځ همکاري به ختمېږي.

ښاغلي بایډن له ولسمشر غني سره لیدنه کې وویل، په افغانستان کې “بې معنا تاوتریخوالی” باید ودرول شي. خو زیاته یې کړه چې دا چاره به اسانه نه وي.

وروسته ولسمشر غني د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل او سپینې ماڼۍ هم په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړه.

د سپینې ماڼۍ د جمعې ورځې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا په ۲۰۰۲ کال کې د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ د ۷۸۷ میلیون ډالر، د ۳۶ میلیون ډالر د نا پوځي او نژدې ۳٫۹ میلیارد بشردوستانه مرستو په ګډون له افغانستان سره نژدې ۸۸ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د امریکا کانګرس په روان ۲۰۲۱ کال کې له افغان ځواکونو سره د همکارۍ لپاره تر ۳ میلیارد ډېر ډالر ځانګړي کړي او ښاغلی بایډن د ۲۰۲۲ کال لپاره هم د ۳٫۳ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

https://twitter.com/POTUS/status/1408457960024690690

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې له افغانستان د امریکایي پوځیانو د ایستلو په تړاو د ولسمشر بایډن پرېکړه تاریخي وبلله او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې افغان حکومت د دې پرېکړې درناوی او ملاتړ کوي.

ښاغلي غني وویل، افغانستان له یو سخت پړاوه تېرېږي، خو په اتفاق او هوډ به له دې ستونزو راوځي.

‘افغانان د زور تابع نه دي’

ښاغلي غني پر دې خوښي وښوده چې افغانستان په سپینه ماڼۍ کې یو ملګری او ټینګ ملاتړ لري:

“لومړی پیغام د افغانستان ستر ولس او پیاوړو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا دی چې نن تاسې په سپینه ماڼۍ کې یو ټینګ ملاتړ او دوست لرئ. له ما ولسمشر بایډن پوښتنه وکړه څه غواړې، ما ویل د افغانستان ولس په سپینه ماڼۍ کې یو دوست غواړي، یو ملګری. ویل یې دا ملګری لرې”.

ولسمشر غني دا هم وویل چې د امریکا دفاع وزیر سره لیدنه کې له افغان ځواکونو سره د تجهیزاتو په برخه مې هم د مرستې ژمنه وشوه، چې په وینا یې د افغان ځواکونو د هوايي برخې نیمګړتیاوې به په دې مرسته پوره شي.

ښاغلي غني پر طالبانو – او هغو کسانو چې د دوی ملاتړ کوي – غږ وکړ چې باید پوه شي زور د افغانانو د تابع کولو لاره نه ده.

ولسمشر غني پر طالبانو غږ وکړ چې د جګړې پای ته رسولو لپاره اوربند وکړي او په سیاسي بهیر کې شامل شي.

ښاغلي غني اوسنۍ روانې جګړې ته په اشاره وویل، افغانستان اوس په یوه سخت پړاو کې دی.

نوموړي یادونه وکړه چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان امنیتي ځواکونو ۶ ولسوالۍ بېرته نیولې دي، نو ځکه باید څوک د دوی پر وړتیا شک ونکړي.

د ولسمشر غني نورې لیدنې

ولسمشر غني نن جمعه د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن او د ملي امنیت سلاکار جک سالېون سره هم کتلي،‌ خو د دې کتنو جزئیات لا نه دي په ډاګه شوي.

نوموړي همدا راز جمعه سهار د امریکا د استازو جرګې له مشرې نانسي پلوسي او یو شمېر نورو چارواکو او سناتورانو سره هم وکتل.

ولسمشر غني له نانسي پلوسي سره کتنه په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر اوسني وضعیت، د نجونو پر زدکړو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

اغلې پلوسي له دې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: امریکا د افغانو ښځو او نجونو راتلونکي ته ډېره لېواله ده. فکر کوم دې برخه کې پرمتخګ شوی. ما پخپله افغانستان ته خپلو ۹ سفرونو کې هلته د ښځو او نجونو پرمختګ ولید.

د دې لیدنې په اړه د ارګ په اعلامیه کې راغلي، ولسمشر غني د کورونا وېروس، وچکالۍ او د جګړې له کبله د بېځایه شویو وګړو لاسنیوي برخه کې د امریکا مرستې وستایلې.

بلېنکن: د سولې په اړه د طالبانو جدیت ارزوو

BBC

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، امریکا د سولې په اړه د طالبانو جدیت ارزوي.

ښاغلي بلېنکن د جمعې پر ورځ پاریس کې خپل فرانسوي سیال سره یوې ګډې خبرې ناستې ته وویل، امریکا په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت په دقت څاري.

ښاغلي بلېنکن خبریالانو ته وویل: په زور پر هېواد د ولکې هڅې له سوله ییز جوړجاړي سره په بشپړه توګه په ټکر کې دي.

افغان طالبانو تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې پر امریکا تور لګولی چې د دوحې تړون یې په بشپړه توګه نه دی عملي کړی.

طالبان همدا راز تور لګوي چې په افغان حکومت کې ځینې کړۍ د خپل واک ساتلو لپاره د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

Trending

Exit mobile version