تازه خبرونه
د غني او رحمان تر منځ د همکاریو دوه اړخیز تړونونه لاسلیک شول
د تاجکستان د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې افغانستان او تاجکستان د دوشنبې پر ورځ د دې هېواد په پلازمېنه (دوشنبه) کې د ولسمشر غني د دوه ورځني سفر پر مهال د همکاریو دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړل.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یاد تړون د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی او د تاجکستان ولسمشر امام علی رحمان ترمنځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.
تمه ده، چې د لږ تر لږه ۵۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي به په دې کنفرانس کې ګډون وکړي، چې په افغانستان کې د سولې او پرمختګ لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا پر لارو به بحث وشي.
د رحمان د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې لاندې سندونه د دواړو مشرانو ترمنځ لاسلیک شوي:
د افغانستان او تاجکستان تر منځ د هڅ، لارې تر سرلیک لاندې سیاسي، امنیتي، سوداګریز، ترانزیټي، هوکړې لاسلیک او د انرژيۍ او فرهنګي همکاریو ټینګار رامنځته شو.
د تاجکستان او د افغانستان د کورنیو چارو وزارتونو تر منځ د همکاریو د پلي کېدو ډاډ څرګند شو.
دواړو هېوادونو د تروریزم، نړیوال جرم، د مخدره توکو قاچاق او نورو جرمونو پر وړاندې د مبارزې هوکړه او ټینګار وکړ.
دغه راز د تاجکستان او افغانستا د علومو اکاډمۍ تر څارنې لاندې د ژبې او اصطلاحاتو د کمېټې ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو، چې په دې اړه به همکاري کیږي.
د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د محاسبې او پلټنې په برخو کې د همکارۍ هوکړه رامنځته شوه.
د تاجکستان او افغانستان د صنایعو او کانونو خونو تر منځ د سوداګرۍ شورا د جوړولو هوکړه رامنځته شوه.
د همکاریو د نويو تړونونو د لاسلیک له مراسمو وروسته دواړو ولسمشرانو په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وینا وکړه او د دوی د ناستې پایلې یې وستایلې.