تازه خبرونه

د غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی- طالبان

Published

on

Last Updated on: غویی ۳۰, ۱۳۹۹

طالبانو د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې ته په غبرګون کې ویلي، چې دا کار یې د تېرو ناکامو تجربو دوام دی.

دوی ويلي، چې افغان سیاسي رهبران باید په قطر کې د دوی او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک پلی کړي.

 په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند په خپل یوه ټویت کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د کړکیچ حل په قطر کې د امریکا او طالبانو د هوکړې عملي کول او د افغانانو خپلمنځي خبرې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ټينګار کړی چې دواړه خواوې باید زندانیان خوشې کړي؛ ځکه، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره دا موضوع د شرط په توګه وړاندې شوې ده.

پخوانی طالب چارواکی  ید اکبر آغا هم په دې باوردي، چې دغه توافق به د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره د زمینې په برابرولو کې مهم رول ونه شي لوبولی.

یو شمېر سیاستوالو ويلي؛ د سیاسي بحران حل به یو ځل بیا د دې فرصت برابر کړي، چې د سولې لپاره هڅې پیل شي.

سیاسي هڅاند شهزاده مسعود ویلي، چې د مصالحې عالي شورا رييس باید ژر تر ژره د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړي.

عبدالله عبدالله په سختو شرایطو کې د سولې رهبرۍ او مدیریت ته اوږه ورکړه؛ د ده سیاسي موافقو او مخالفو کسانو د ملي وحدت حکومت په پېر کې هغه د نرم سیاست خاوند باله؛ خو دا، چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به د هغه دا نرم سیاست څه پایله ولري، وخت به یې په ډاګه کړي.

Trending

Exit mobile version