تازه خبرونه

د غني او عبدالله د سیاسي هوکړې نه پلي کیدو اندېښنې رامنځته کړي

Published

on

یو شمېر سیاستوالو ویلي، چې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته د دغې هوکړې د عملي کیدو په برخه کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک نږدې یوه میاشت تېریږي؛ خو د عملي کیدو لپاره یې بنسټیز کارونه ندي شوي. ولسمشر غني اووه وزارتونو ته نوماندان معرفي کړي. په داسې حال کې، چې عبدالله عبدالله تراوسه څوک نه دي معرفي کړي. د مصالحې په عالي شورا کې هم تراوسه ګومارنې ندي شوي، چې مشري یې عبدالله عبدالله کوي.

 ځینې سیاستوال پدې اړه اندېښمن دي.

د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق ویلي ولسمشر اووه نوماند وزیران معرفي کړي؛ خو عبدالله عبدالله تراوسه کابینې ته څوک ندي معرفي کړي.

دوی وایي تراوسه  د مصالحې د عالي شورا کاري اجندا هم روښانه نده او ګومارنې هم په کې ندي شوي. عبدالله عبدالله ته نږدې کسانو ویلي؛ تر راتلونکیو څو ورځو به د پخلاینې عالي شورا جوړښت او د وزیرانو او والیانو معرفي کول په رسمي ډول پیل شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وایي: کله، چې د دواړو ډاکټرانو تر منځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه هیلې ورسره راوټوکیدلې؛ خو نه د پخلاینې شورا جوړښت معلوم شو، نه کابینه پوره شوې او نه خپلمنځي خبرې پیل شوې. مونږ هیله من یو، چې دا چارې تر سره شي.       

جنرال دوستم ته نږدې کسانو ویلي؛ د مارشالۍ رتبه هم تراوسه دوستم ته نده ورکړ شوې.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیراحمد ته ینج وایي؛ په راتلونکیو څو ورځو کې  جنرال دوستم کابل ته راځي او د مارشالۍ رتبې د ورکولو مراسم ب یې تر سره شي.

د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته په دولتي جوړښتونو کې  د پرمختګ د نشتوالي له کبله د اندېښنو په اړه ارګ څه نه وایي.

Trending

Exit mobile version