تازه خبرونه

د غني تېښتې د واک لېږد وروستی تړون زیانمن کړ – خلیلزاد

Published

on

Last Updated on: وږی ۲۵, ۱۴۰۰

 د اشرف غني له واکه تېښتې له اسلامي امارت سره د واک لېږد په اړه وروستی تړون زیانمن او ګدوډ کړ.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد فایننسیال ټایمز ته ویلي، چې که څه هم د اسلامي امارت ځواکونه د کابل دروازو ته رسیدلي وه؛ خو د دغه پلان له مخې به غني تر هغه وخت په واک کې پاتې شوی و، چې د راتلونکي حکومت په اړه هوکړه نه وای شوې.

زلمي خلیلزاد ويلي، چې د اګست پر ۱۵ / د زمري ۲۴/ د غني ناڅاپي تېښتې نه یوازې حکومتي خلا رامنځته کړه، بلکې د اسلامي امارت د واکمنۍ سبب هم شو.

خلیلزاد زیاته کړې؛ دغه راز دې تېښتې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له ګډوډۍ سره مخ کړ او د دوحې خبرې هم ورسره پای ته ورسېدې.

خلیلزاد فایننسیال ټایمز ته زیته کړې؛ حتی په پای کې مونږ له طالبانو (اسلامي امارت ) سره هوکړه وکړه، چې کابل ته دې نننوځي.

د خلیلزاد څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن له هغو خبرو سره ورتوالی لري، چې په روانه اوونۍ کې یې ولسي جرګې ته وویل: غني د تېښتې پر شپه ډاډ ورکړی و، چې د واشنګټن له پلان سره همغږی دی.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د غني له تېښتې وروسته د کابل امنیتي ځواکونه هم وپاشل شول.

نوموړی وایي: د غني له تېښتې وروسته په کابل کې د عامه نظم مسلې وې؛ طالبانو (اسلامي امارت) ته وویل شول: آیا [اوس] تاسې کولی شئ د کابل د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلئ؟ بیا تاسې پوهیږئ، چې  څه پېښ شول، مونږ یې مسوولیت نه اخلو.

ښاغلي خلیلزاد دا هم په ډاګه کړې، چې پر همهغه ورځ یې په دوحه کې د امریکا له سیمه ییز قومندان جنرال فرانک مککنزي او اسلامي امارت لوړ پوړیو مشرانو سره په یوه جوړه شوې ناسته کې برخه اخیستې وه.

خلیلزاد هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ ارګ ته د ننوتلو د اجازې یو ښکاره یا څرګند تړون شوی و.

خلیلزاد وایي: مونږ هغوی ته نه کوم شین څراغ ښکاره کړی اونه هغه ته ورته  کوم بل څه ول. څه، چې مونږ ویلي؛ هغه د امریکایي ځواکونو ماموریت و.

دغه راز فایننسیال ټایمز د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې خلیلزاد لومړی د اګست پر ۱۲ د کابل له حکومت سره پر یوې هوکړې خبرې وکړې او دوه ورځې وروسته له اسلامي امارت سره هوکړې ته ورسې، چې د کابل ښار ساتنه وکړي.

دا له عقل لرې خبره وه، چې غني دې د راتلونکي حکومت یوه برخه وي؛ ځکه، چې د هغه استعفا د اسلامي امارات یو شرط و.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت د زمري پر ۲۲ / د اګست پر ۱۳د هېواد د نورو برخو له نیولو وروسته کابل محاصره کړی و.

Trending

Exit mobile version