تازه خبرونه

د غوربند درې ناامني د پاملرنې وړ ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غوربند سياه گرد ولسوالۍ ته د خلكو تگ راتگ ساده كار نه دى.

آريانا تلويزيون خبريال دله سيمې په ډاگه كړې، چې:

امنيتي چارواكي هم، چې دې ولسوالۍ ته ځي د تگ لپاره يې بايد اوږده كتارونه بدرگه كړي.

امنيتي مسوولينو په ډاگه كړې، چې:

د امنيتي پوستو تر څنگ د دولت وسلوال مخالفين شتون لري او وخت ناوخته د افغان ځواكونو خلاف فعاليت كوي.

امنيتي مسوولين وايي، چې د شينواري ولسوالۍ د اشتر شهر سيمې امنيتي حالت هم خراب دى. دغلته وسلوال مخالفين او افغان امنيتي ځواكونه له يو او بل څخه زيات واټن نه لري، مخالفين پېنځه كيلو متره ليرې پراته دي او وخت ناوخته پر افغان ځواكونو بريدونه كوي.

د سياه گرد ولسوالۍ په بازار كې هم امنيت ډېر ښه نه دى او امنيتي ځواكونه خبريالانو ته دا اجازه نه وركوي، چې يوازې ولاړ شي او له خلكو سره مركې وكړي.

د سيمې ډېر اوسيدونكي نه غواړي، چې له رسنيو سره خبرې وكړي. په دې بازارك كې يوازې يو سړى حاضر شو، چې د ناامنيو په اړه وغږيږي.

د سياه گرد ولسوال محمد سعيد صديقي وايي، چې د سياه گرد ولسوالۍ په سلو كې شپېته برخه د وسلوالو مخالفينو تر كنترول لاندې ده او افغان امنيتي ځواكونه تر ډېره د سياه گرد- پروان د لويې لارې په اوږدو كې شتون لري.

د پوليسو د عامه نظم د لومړۍ لوا قوماندان خواني طاهري وايي:

په غوربند دره كې وسلوال له افغان ځواكونو سره مخامخ جگړې نه كوي، بلكې ډېر په چريكي توگه پر ځواكونو بريدونه كوي.

د سيمه ييزو چارواكو په وينا، شاوخوا دوه كاله كيږي، چې غوربند دره په ځانگړي توگه شينواري او سياگرد ولسوالۍ ناامنه دي؛ خو پوښتنه دلته ده، چې څه وخت به دا ناامني پاى ته ورسيږي؟ آيا تر ټاكنو به حالت بدل شي.

Trending

Exit mobile version