پرمختګ او بشپړتیا
د غورولايت د هوايي ډگر تاسيسات گټې اخيستنې ته وسپارل شول
د غورپه هوايي ډگركې د تاسيساتو جوړول، چې د آسيا پراختيايي بانك په مرسته د نهو ميليونو ډالرو په ازرښت جوړشوى، گټې اخيستنې ته وړاندې شو.
د دغه ولايت سيمه ييزچارواكي وايي، چې:
له دې وړاندې د يادو تاسيساتو د نه شتون له لامله مسافر له ډېرو ستونزو سره مخ ول.
د غورولايت سيمه ييز چارواكي وايي، چې:
د دغه ولايت د هوايي ډگر نوي تاسيسات د ترانسپوټ او هوايي چلند د وزير په شتون كې گټې اخيستنې ته وړاندې شول.
د غوروالي عبدالله هېواد د دغه ولايت هوايي ډگر د رنوې خط ۲۰۰۰ مټره اوږدوالى او ۳۰ متره پلن والى لري، چې لويې مسافر وړونكې الوتكې هم كولى شي په دغه هوايي ډگر كې ناسته او الوتنه وكړي .
نوموړي وويل:
دغه هوايي ډگرد آسيا پراختيايي بانك او د يو اس اى ډي د دفتر په مالي مرسته، چې نهه ميليون امريكايي ډالر كيږي رغول شوي او ګټې اخستنې ته وړاندې شو . د نوموړي په وينا په تېروكورنيو جگړو كې دغه هوايي ډگرزيانمن شوى و.
د غوروالي وايي، چې:
له دې وړاندې مسافرله ډېرو ستونزو سره مخ ول .
په همدې حال كې د دغه ولايت يوشمېراوسيدونكيو له مركزي دولت څخه وغوښتل، چې غورته د بيارغونې په برخه كې ډېره پاملرنه وكړي.
دوى په مركزي دولت تورلگوي، چې په تېرو لس كلونو كې يې غورته پاملرنه نه ده كړې