تازه خبرونه

د غور خبریال او مدني مخکښ بسم الله عادل ایماق ترور شو

Published

on

د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو منلې، چې نن (جمعه د مرغومي ۱۲ ) د غور ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې د غور غږ راډیو خبریال او مدني مخکښ بسم الله عادل ایماق ترور شو .

سیمه ییزو چارواکو زیاته کړې، چې ایماق د فیروزکوه په تیموري دره کې د ناڅرګندو  کسانو لخوا وژل شوی دی.

د غور والي مرستیال هم د ایماق وژنه تائیدوي.

د لومړیو راپورونو له مخې ایماق دوه ځله تر وسلوال برید لاندې راغلی؛ خو هغه ترې ژوندی پاتې شوی و.

تر دې دمه هیچا پر نوموړي د ننني برید پړه هم نده منلې؛ خو د افغانستان ملي امنیت ریاست پرون ویلي وه، چې د دوی ځانګړيو ځواکونو په غزني ولایت کې د آزاد خبریال خالد نیکزاد د وژنې عاملان نیولي دی.

را په داسې حال کې دهو چې له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا د بسم الله عادل ایماق په ګډون د هېواد ۶ خبریالان د ناڅرګندووسلوالو لخوا وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version