تازه خبرونه

د غور ولایتي شورا مرستیال د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۵, ۱۳۹۹)

د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان د سې شنبې پر ورځ غرمه مهال د ولایت په مرکز کې د نښلیدونکي ماین پر چاودنه ووژل شو.

 سیمه ییزو چارواکو پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې عبدالررحمن عطشان هغه وخت ووژل شو، چې نښلیدونکي ماین یې په موټر کې چاودنه وکړه.

په دې موټر کې ورسره ناست د لایتي شورا بل غړی عبدالرحیم رضا زاده ټپي شوی دی.

 دغه پېښه د ولایتي شورا ودانۍ ته نږدې رامنځته شوې ده.

دا په هېواد کې د سې شنبې پر ورځ د وژنو درپېنځمه پېښه ده:

نن سهار ۶:۳۰ د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ د بت خاک په اړوند سیمه کې هغه وخت رامنځته شوې، چې ناڅرګندو کسانو پر پولیسو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

 دغه راز کورنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړې، چې د کابل والي مرستیال محبوب الله محبي او د هغه منشي د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین په ډاګه کړې، چې پېښه د سهار ۹:۴۰ ( د لیندۍ ۲۵) د درېیم مکروریان په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

همدارنګه د سویلي ولایت کندهار والي ویاند بهیر احمدي منلې، چې نن سهار ۱۰ بجې د دغه ښار د دوه یمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې دوه موټر سایکل سپرو وسلوالو د ډنډ ولسوالۍ د استناف محکمې د تحقیق مدیر څارنوال محمد نبي مظلوم وژلی او خپله تښتېدلي دي. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا ندی منلی.

دا پېښې له هغې وروسته رامنځته شوي، چې ناڅرګندو وسلوالو د دوشنبې پر ورځ د پلازمېنې د اتمې ناحیې په نوې کارته سیمه کې یو څارنوال پر ډزو وژلی دی.

Trending

Exit mobile version