تازه خبرونه
د غور ولایت د تیوره ولسوال په ماین چاودنه کې ووژل شو
(Last Updated On: کب ۳۰, ۱۳۹۹)
د غور سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې؛ د غور ولایت د تیوره ولسوال محمد رفیق اعلم په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د غور والي ویاند زلمي کریمي ویلي؛ چاودنه نن له غرمې مخکې د شنبې پر ورځ( د کب ۳۰) د اعلم موټر ته له ځای پر ځای شوي ماینه رامنځته شوې ده.
کریمي زیاته کړې؛ پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې اعلم له کوره د دفتر پر لوري روان و.
هغه څرګندوي، چې په اړه یې څېړنې پیل شوې دي.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.