تازه خبرونه
د غور ولایت په سیلابونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۵ کسه مړه شوي
د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو ويلي، په فیروزکوه ښار کې د سې شنبې پر ورځ د سېلابونو له کبله لږ تر لږه څلور ښځې، یو سړی او یو ماشوم وژل شوي دي.
چارواکي وايي، د فيروزکوه په ځينو سيمو کې سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه هم اړولي دي.
د غور والي وياند عبدالواحد حماس وايي، دغو سېلابونو د دغه ولايت په مرکز فيروزکوه ښار او د غور په پسابند ولسوالۍ کې خلکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
دغه راز څه باندې زر جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او ډېر باغونه زيانمن شوي دي.
د غور والي وياند وايي، د فيروزکوه ښار د مدرسې په کلي کې د يوه ماشوم په ګډون څلور ښځې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. په پسابند ولسوالۍ کې يوه سړي او يوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړ. د دغو سیلابونو په پایله کې د ۷۰ دوکانونو دروازې ویجاړې شوې او یو جومات او یوه مدرسه په بشپړه توګه اوبه وړي دي.
د دغه ولایت سیمه ییز چارواکي له مرستندویه بنسټونو او خیریه بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي.