تازه خبرونه

د غور ولایت یوې پېغلې د زړورتیا او اتلوۍ ویاړ خپل کړ

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۳۹۹)

د غور ولایت قمرګل نومې پېغلې د خپلو مور و پلار د وژنې په بدل کې دوه طالب وسلوال وژلي او یو بل یې ټپي کړی، چې د ټولنیزو رسنیو د کارکوونکیو لخوا د اتلې په توګه پېژندل شوې ده.

پېغله قمرګل، چې ۱۴او ۱۶ کلونو تر منځ عمر لري؛ دوه وسلوال طالبان یې له هغې وروسته ووژل او یو یې ټپي کړ کله، چې دوی تېره اوونۍ د غور په ولایت کې د دوی پر کلي د برید پر مهال د هغې مور او پلاړدواړه وژل شوي وه.

دغه پېښه د جمعې پر سهار وختي هغه مهال رامنځته شوه، چې لږ تر لږه ۴۰ وسلوالو پر ګیرې کلي برید تر سره کړ.

د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو د قمرګل پلار، ځکه وواژه، چې دوی له حکومت ملاتړ کاوه.

چارواکو ویلي، چې وسلوال د قمرګل کور ته ورننوتل او مور او پلار یې دواړه ورته پر ډزو وژلي دي.

د غور ولایتي چارواکي څرګندوي، چې قمرګل د ډزو شاهده وه او د خپل پلار AK-47 ټوپک یې راواخیسته او ډزې یې پیل کړې. هغې ویلي، دغه مهال یې ۱۲کلن ورور حبیب الله نومی هم ورسره و.

د راپورونو له مخې؛ نورو کلیوالو هم له دې ملاتړ وکړ او نږدې له یوې ګړۍ نشتې وروسته بریالي شول، چې وسلوال بریدګر مات کړي.

افغان چارواکو له هغې وروسته قمرګل او د هغې ورور له کلي څخه خوندي راوویستل او تمه ده، چې دوی کابل ته راولیږدول شي.

له هغې وروسته، چې پېښه رسنیزه شوه؛ د قمر ګل انځور، چې وسله یې په لاسونو کې نیولې په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ خپور شو او د همدې هڅې له کبله ډېره وستایل شوه او ان د زړورتیا او ټینګار د سمبول په توګه یاده او د اتلولۍ لقب یې تر لاسه کړ.

Trending

Exit mobile version