تازه خبرونه

د غور په تیوره ولسوالی کې داعشیانو له شپیته ډېرطالبان وژلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د غور په تیوره ولسوالی کې د طالبانو او داعش په نښته کې له  شپیته ډېرطالبان وژل شوي، چې مړي یې د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ ته لیږدیدلي دي.

د فراه د ګلستان ولسوال اجمل زاهد وايي، پرون مازیګر د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او داعش په نښته کې شپېته طالبان وژل شوي دي.

هغه زیاتوي، داعش له هغې وروسته پر طالبانو برید کړی، چې دغې ډلې تېره شپه د تیورې ولسوالي ونیوله .

د ګلستان ولسوال په ډاګه کړې، چې له تیورې ولسوالې څخه د فراه ګلستان او بکوه ولسوالیو ته  د طالبانو شپیته مړي رالیږدول شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ دا طالبان د ایران په ملاتړ غور ولایت ته راغلي وه، چې له داعش سره وجنګیږي.

ځينې نورې سرچینې وايي، چې بکوا او ګلستان ته د وسلوالو طالبانو اویا جسدونه د داعش لخوا لیږدول شوي دي.

یوه بله سرچینه، چې نه غواړي نوم یي یاد شي په یاده جګړه کې د طالبانو د مړو شمېر اویا تنه ښیي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version