تازه خبرونه
د غور په تیوره ولسوالی کې داعشیانو له شپیته ډېرطالبان وژلي
د غور په تیوره ولسوالی کې د طالبانو او داعش په نښته کې له شپیته ډېرطالبان وژل شوي، چې مړي یې د فراه ولایت ګلستان ولسوالۍ ته لیږدیدلي دي.
د فراه د ګلستان ولسوال اجمل زاهد وايي، پرون مازیګر د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او داعش په نښته کې شپېته طالبان وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، داعش له هغې وروسته پر طالبانو برید کړی، چې دغې ډلې تېره شپه د تیورې ولسوالي ونیوله .
د ګلستان ولسوال په ډاګه کړې، چې له تیورې ولسوالې څخه د فراه ګلستان او بکوه ولسوالیو ته د طالبانو شپیته مړي رالیږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا؛ دا طالبان د ایران په ملاتړ غور ولایت ته راغلي وه، چې له داعش سره وجنګیږي.
ځينې نورې سرچینې وايي، چې بکوا او ګلستان ته د وسلوالو طالبانو اویا جسدونه د داعش لخوا لیږدول شوي دي.
یوه بله سرچینه، چې نه غواړي نوم یي یاد شي په یاده جګړه کې د طالبانو د مړو شمېر اویا تنه ښیي. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.