سیمه ییز خبرونه

د غېر قانوني محكمو د ډېروالي لامل په عدلي او قضايي بنسټونو كې د پراخ فساد موجوديت دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، د دولت تر واكمنۍ لاندې په ځينو سيمو كې هم صحرايي محكمې سرته رسېږي.

له بلې خوا مشرانو جرګه په هرات كې په يوه ځانمرګي جنسي تېري ته په نغوتې سره وايي، دا ډول كارونه د اسلام د بدنامولو په موخه كېږي.

صحرايي محكمې په افغانستان كې نوې خبره نه ده. په دې محكمو كې د دولت وسله وال مخالفينو څو ځلې تورن كسان د شرعي حكم له په پام كې نيولو پرته بې له دې، چې دعوا جوړه او يا تورن له ځانه دفاع وكړي په ډزو او يا هم د  ډبرو په ګوذارونو وژلي دي.

كه څه هم دا كار ديني عالمانو د قران او احادیثو د لارښوونو خلاف بللى، خو د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، په فراه كې د دولت ترواكمنۍ لاندې دوې ښځې د صحرايي محكمو له خوا په ډزو وژل شوې دي.

د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي يوه ښځې په دې تور، چې مېړه او لور يې د ټاكنو په خپلواك كميسيون او يوه بله له يوه هلك سره د جنسي اړيكې په تور په ډزو وژل شوې دي.

د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې ( د تلې ۲ ) په عمومې غونډه كې ځينو سناتورانو له دولت څخه د دغو پيښو د عاملينو د نيولو او مجازات غوښتونكي شول.

د افغانستان په كليوالو سيمو كې د روحاني شخصيتونو له خوا د ستونزو د حلولو او صحرايي محكمې د ډېروالي په حال كې بلل شوې دي.

ځينې سياستوال د غېر قانوني محكمو د ډېروالي لامل د هېواد په عدلي او قضايي بنسټونو كې د پراخ فساد موجوديت ګڼي.

Trending

Exit mobile version