سیمه ییز خبرونه

د فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو خلك له برېښنا بې برخې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو چارواكو او خلكو له دولت څخه وغوښتل، چې  د برېښنا رسولو په اړه در ورته  پاملرنه وشي.

يوه اوونۍ كيږي، چې له تركمنستان څخه نوموړو ولايتونو ته غزيدلې برښنا  پرې شوې ده.

د انرژۍ او برېښنا وزير محمد اسماعيل وايي، چې:

د برېښنا ليږدونكي مزي د ځواكمنۍ كار پيل شوى، چې ښايي  د دې سيمو اوسيدونكي ډېرې نورې شپې هم له برښنا پرته سبا كړي.

له يوې اوونۍ را په دې خوا په فارياب، جوزجان او سرپل كې د جنراتورونو غږونه ډېراوريدل كيږي.

په اندخوى ولسوالي كې، چې له تركمنستان سره پوله لري خلك يې وايي:

يوه اوونۍ كيږي، چې برېښنا نه لرو او په روان ژمي كې له ستونزو سره مخ يو.

له تركمنستان څخه وارده شوې برېښنا ډېره فارياب، جوزجان، سرپل او لږ يې په هرات كې  وېشل شوې ده، خو دا برېښنا اوس د ډېرې كارونې له كبله بنده شوې ده.

د انرژۍ او اوبو وزيرشمال ته د خپل سفر په وخت څرگنده كړه، چې:

له تركمنستان څخه  د برېښنا د ليږدونكي مزي تر ځواكمنتيا به برېښا پرې وي.

د فارياب، سرپل او جوزجان ولايتونو چارواكي او اوسيدونكي  له دولت څخه غواړي، چې د برېښنا په راوستلو كې دې جدي اقدام وكړي.

د اندخوى ولسوال سلطان سنجر وايي:

د نوې دورې يوولس كاله تېريږي، خو تراوسه هم ثابته برېښنا نه لرو او څوك مو ستونزو ته پاملرنه هم نه لري.

په شمال كې د هغو سيمو اوسيدونكي، چې برېښنا نه لري نيوكه كوي، چې دولت بايد  د ژمي په رارسيدو د خلكو د ستونزو په اړه چمتو والى ولري او د ستونزو له پېښيدو مخكې  لاس په كارشي .

Trending

Exit mobile version