تازه خبرونه

د فارياب امنيتي ځواكونو د يوه ستر ځانمرگي بريد مخنيوى وكړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنيتي ځواكونو هغه سراچه موټر كشف او شنډ كړ، چې په كې شاوخوا ۵۰۰ كيلو گرام چاوديدونكي توكي ځاى په ځاى شوي ول.

د فارياب امنيه قوماندان جنرال نبی جان ملا خېل وايي، په موتر كې ځاى په ځاى شوي مواد شاوخوا ۵۰۰ كيلو ګرامو ته رسېدل. دا موټر بم كه چاودلى واى، ستر مالي او ځاني تلفات به يي اړولي واى.

سید لقمان گهریک د شیرین تگاب ولسوال وايي:

كوم كس، چې دا موټر بم تنظيم كړى و، په تېښته بريالى شوى دى.

د شرين تگاب ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونكي د افغان ځواكونو دا اقدام ستايي او وايي، دا ځواكونه بايد وستايل شي.

نوموړي په ډاگه كړې، چې تر اوسه په فارياب كې د ځانمرگي بريد لپاره د دومره موادو برابرول مخينه نه لري.

د فارياب اوسيدونكي وايي، د ټاكنو په را نږدې كيدو به ښايي ترهگريز بريدونه زيات شي.

Trending

Exit mobile version