سیمه ییز خبرونه
د فارياب اوسېدونکي د اختر په ورځو كې د ښه امنيت څخه خوښ وو
د فارياب اوسېدونکي د اختر په ورځو كې د ښه امنيت څخه خوښ وو، دوى وايي، چې په تېرو اخترونو كې فارياب د څو ګڼو خونړيو پېښو شاهد وو، چې ملكي وګړي هم پكښي قرباني شوي وو، خو په لوى اختر كې پوليسو د دغه ولايت په مركز او ولسواليو كې ښه امنيت نيولى وو.
بل خوا فارياب امنيه قوماندان نبی جان ملا خیل وايي خلك اوس په دې پوهېدلي، چې امنيتي ځواكونه د دوى اصلي خدمتكونكي دي.
د مېمني ښار اوسېدونكې وايي، چې امنيتي ځواكونو د اختر په ورځو كې د دغه ولايت امنيت په ښه توګه نيولى وو او له مركزي دولت څخه غواړي تر څو دغه ځواكونه وستايي.
دوی همدارنګه وایی، زمونږ دولت بايد دغو سرتېرو ته پاملرنه وكړي، د دوى معاشونه بايد پر وخت وركړي او د دغو سرتېرو د شهيدانو كورنيو ته بايد پاملرنه وشي، لومړى مو خداى او بيا دغه سرتېري زمونږ ساتونكي دي. دغه سرتېري د خپل ژوند په قيمت زمونږ امنيت ساتي نو له دولت څخه غوښتنه كوو دوى ته پاملرنه وكړي.
دوى زیاتوي، چې د مېمنې ښار په واټونو كې د امنيتي ځواكونو شتون دوى ته ډاډ وركړ، چې د اختر په ورځو كې د اختر مراسم په سمه توګه او په ډاډ سره تر سره كړي. له بلې خوا د فارياب امنيه قوماندان نبی جان ملا خیل بيا وايي:
د اختر په ورځو كې د امنيت په برخه كې خلكو ورسره پوره همكاري كړې ده. نوموړى همدا راز وايي، چې خان چهار باغ ولسوالۍ د اوسېدونكو په همكارۍ يې دوه ترهګر او دوه مېن اېښودونكي نيولي دي.
كه څه هم د فارياب چارواكي او اوسېدونكې په مېمنې كې له امنيت څخه خوښ دي خو تېره ورځ مازديګر د مېمني ښار په سر بلاق كلي كې د يوې پېښې د ملي امنيت د يو كاركوونكي په ګډون درې تنه ووژل شول.