سیمه ییز خبرونه
د فارياب بزگران سږ كال د غنمو له محصولاتو راضي نه دي
د فارياب د كرنې ادارې چارواكي وايي:
د فارياب كروندگر سږ كال د خپلو غنمو له محصولاتو څخه راضي نه دي او وايي، چې د كرنيزو محصولاتو زياتوالى د دوى پراقتصادي او شغلي وضيعت بشپړ اغيز لري.
د فارياب ولايت د كرنې رييس زياتوي:
په دغه ولايت كې د تېر كال په پرتله د وچكالۍ پر لامل د غنمو محصولات لږ دي.
د فارياب د منډوي يو شمېر دوكانداران وايي:
سږ كال په فارياب كې د غنمو محصولات لږ دي؛ اړ يو، چې د دې ولايت د اړتيا وړ غنم له گاونډ ولايتونو څخه برابر كړو.
د فارياب د كرنې ريس اسدالله بهار مني، چې په ۱۳۹۲ل كال كې د غنمو محصولات لږ دي؛ خو لامل يې په مناسب وخت كې د واورې او باران نه اورښت په گوته كوي.
فارياب هغه ولايت دى، چې له پخوا څخه د غنمو د زياتو كرنيزو ځمكو د درلودو له مخې د افغانستان په كندو مشهور دى او د دغه ولايت خلك په دې باور دي، چې په فارياب كې د غنمو د محصولاتو په ډېريدو د هېواد په ځانگړې توگه د شمال پر اقتصاد مثبته اغېزه كولى شي.