سیمه ییز خبرونه
د فارياب د قيصار ولسوالۍ پر باشلمس كلي سلگونه وسلوالو طالبانو بريد كړى دى
د تېرې شنبې په ورځ(د وږي۲۳) وسلوالو طالبانو د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ پر باشلمس كلي بريد وكړ.
د سيمې خلك وايي، چې سلگونه وسلوالو طالبانو د هغه كلي كورونه وسوزول، چې د طالبانو پر خلاف يې سيمه ييز پوليس جوړ كړي دي.
د فارياب امنيه قوماندان جنرال نبي جان ملاخېل وايي، چې بريد د وسلوالو طالبانو د نومول شوي والي مولوي صلاح الدين لخوا رهبري شوى دى.
د ملاخېل د معلوماتو له مخې په دې بريد كې اته سيمه ييز پوليس وژل شوي او خلكو ته مالي زيانونه اوښتي دي.
د هغه په خبره په بريد كې نولس وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.
په دې بريد كې زيانمن شوي خلك پر سيمه ييزو امنيتي چارواكو نيوكه كوي، چې په وخت يې سيمې ته ځان نه دى رسولى.
سيمه ييز وگړي وايي وسلوالو طالبانو؛ ځكه پرې بريد كړى، چې دوى يې په وړاندې وسلې اخيستي او د دولت ملاتړ يې كړى.
دوى له دولت څخه گيله كوي، چې له وسلوالو طالبانو سره د جگړې لپاره يې د وسلو او تجهيزاتو كافي مرسته نده كړې.