سیمه ییز خبرونه
د فارياب د پښتونكوټ ولسوالۍ خلك له ولسمشر څخه د عدالت غوښتونكي شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د فارياب يو شمېر اوسيدونكي ادعا كوي، چې وسله والو د پوليسو له امكاناتو څخه په گټه پورته كولو د دوى كورونه سوځولي او د كورنۍ غړي يې ور وژلي دي.
دوى وايي، په دې پېښه كې په ښځو هم تېرى شوى دى.
دا كسان ادعا كوي، چې د ميمنې د لومړۍ امنيتي حوزې مرستيال ظاهر رحماني او كسانو يې دا كار كړى دى.
د ميمنې د لومړۍ امنيتي حوزې مرستيال ظاهر رحماني په دې پيښه كې د ځان او د خپلو افرادو لاس لرل ردوي.
د فارياب والي محمد الله بتاش هم وايي، چې د پېښې د بشپړې څېړنې په موخه يې له مركز څخه د پلاوي د ورتگ غوښتنه كړې ده.
له دې وړاندې هم د فارياب په المار ولسوالۍ كې د غير مسوولو قوماندانانو په وسله واله نښته كې لسگونه كورونه سوځول شوي ول او ملكي خلك يې زيانمن كړي دي.