تازه خبرونه
د فارياب د پښتونكوټ ولسوالۍ د نيازبيك كلي۴۰ كورونه سوځول شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د سيمې يو شمېر اوسيدونكي وايي، تېره ورځ د فارياب د پښتونكوټ ولسوالۍ په نيازبيك كلي كې د عطا محمد رحماني په نامه د يوه قوماندان له وژل كيدو وروسته د هغه ورور په غچ كې نږدې څلوويښت كورونه سوځولي او د ښځو او ماشومانو په گډون يې يو شمېر كسان وژلي دي.
دوى وايي، محلي چارواكي پرې خبر شوي؛ خو تراوسه يې په اړه اقدام نه دى شوى.
د فارياب امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر محمد نعيم دا پېښه تاييدوي او وايي:
دا نښته د دوه قوماندانانو ترمنځ شوې، چې پېنځه تنه په كې وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د پېښې د څېړنې په موخه سيمې ته پلاوى استول شوى دى.
پشتونكوټ د فارياب يوه ناامنه ولسوالي گڼل كيږي، چې د دولت وسله وال مخالفين هركله په كې وسله وال بريدونه كوي.