سیمه ییز خبرونه

د فارياب ولايت امنيت د نړيوالو ځواكونو له وتلو وروسته ښه شوى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فارياب والي وايي محمد الله بتاش ، چې:

افغان ځواكونه د دې جوگه شوي، چې د دې ولايت امنيت ټينگ كړي. د دوى برياليتوب د هغو كسانو له پاره په زړه پورې بېلگه ده، چې د نړيوالو ځواكونو په وتلو اندېښمن دي.

له بلې خوا په فارياب كې د ملي اردو قوماندان جنرال نورمحمد حامد وايي:

له هغې وروسته، چې په دې ولايت كې امنيتي مسووليتونه افغان ځواكونو ته راليږديدلي؛ څه نا څه لس چاڼيز عمليات  تر سره شوي او د طالبانو د والي په گډون مو د دې ډلې مهم غړي هم  وژلي دي.

والي بتاش دغه راز وايي:

بهرنيانو د خپلو پراختيايي پروگرامونو د تطبيق په موخه له دولت سره موازي ادارې جوړې كړې كه  د دغه د بهير پر ليږد كار وشي، ظرفيتونه به مو نور هم پياوړي شي.

د دغه ولايت يو شمېر اوسيدونكي په داسې حال كې، چې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د سپارلو ملاتړ كوي وايي ښايي د هوا په گرميدو د طالبانو خوځښتونه بېرته پيل شي.

فارياب د امنيتي مسووليتونو په درېيم پړاو كې شامل و. كه څه هم غورماچ، پښتونكوټ، قيصار او المار ولسوالۍ، چې ناامنې بلل كيږي په دې پړاو كې شاملې نه وې؛ خو نړيوال ځواكونه په بشپړه توگه له دغه ولايت څخه ووتل.

Trending

Exit mobile version