سیمه ییز خبرونه

د فارياب ولايت اوسيدونكو د اختر لومړۍ ورځ په يوه خونړۍ پېښه پيل كړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ځانمرگى بريد د فارياپ ولايت اوسيدونكي د لوى اختر په لومړۍ ورځ  د غم پر ټغر كېنول. دا پېښه د ميمنې ښار د عيدگاه جومات په دروازه كې وشوه، چې څه نا څه سل كسان يې ووژل او يا ټپيان كړل. په وژل شويو كې افغان سرتېري، سپين ږيري او ماشومان هم شامل دي. د يو شمير قربانيانو د كورنۍ غړي دا بريد يوه غير اسلامي او غير انساني كړنه بولي.

د ميمنې د افغان- ترك روغتون داكتر قاسم پارسا د مرگ و ژوبلې د تائيد تر څنگ وايي، چې:

د ډېرو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

د فارياپ امنيه كوماندان جنرال عبدالخاق آقساى ، چې د پېښې له سيمې يواځې څو مټره ليرې وايي، چې:

زيانمن شوى نه يم، خو پدې بريد كې يو شمېر پوليس وژل شوي دي.

د فارياب والي محمدالله بتاش بيا وايي، چې:

په وروستيو دوه ورځو كې د طالبانو تش په نوم والي او د دې ډلې د تنظيمولو مسوول د امنيتي ځواكونو لخوا وژل شوى او اوس طالبان غواړي، چې ټس يې له ملكي كسانو وباسي.

چارواكي د پېښې يو شمېر قربانيانو د ژورو ټپونو له كبله د پېژندلو وړ نه بولي او زياتوي، چې ماشومان او سپينږيري هم په كې شامل دي.

Trending

Exit mobile version