سیمه ییز خبرونه

د فارياب ولايت د الماربند په اړه بې تفاوتي شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب ولايت سيمه ييزچارواكي د المار بند پروژه ناكامه پروژه بولي.

فارياب والي محمد الله بتاش د دغه بند د پروژې د ليدلو پر مهال وويل: د المار بند د جوړولو په كار كې قراردادكوونكي بې تفاوته پاتې شوي دي.

ښاغلي بتاش وويل:

سيمه ييزو چارواكو ته بايد د سترو انكشافي پروژو د پلي كولو واك و ځواك وركړ شي.

د ده په وينا، سيمه ييزو بنسټونو ته د واك و ځواك نه سپارل د دې لامل شوي، چې د المار د بند په گډون ديارلس نورې پروژې هم پخپل وخت تر سره نه شي.

ښاغلى بتاش زياتوي، نه يوازې د الماربند، بلكې د ټولو ديارلس گونه پروژو د جوړولو قراردادونه په مركز كابل كې داسې قرارداديانو ته سپارل شوي، چې له څلور، پېنځه مياشتو يې كارونه په ټپه دريدلي او د يو شمېر قراردادكوونكيو ادرسونه يې هم څرگند نه دي، خو مونږ ته يې د دوه كرښو په مكتوب كې خبر راكړى دى او بس.

د فارياب ولايت د اوبو رسولو رياست هم وايي:

د المار بند پروژه درې كلنه وه، چې د دوه كلونو په تېريدو يې يوازې شپږ سلنه كار تر سره شوى دى.

د هېواد په ملي كچه المار بند يو منځنى بند دى، چې جوړولو ته يې ۵۲ ميليون دالر ځانگړي شوي دي.

د دغه بند د جوړولو كار د تاجكستان تاديس او افغان ځدران شركتونو ته سپارل شوى دى.

د تاديس شركت استازى رحمت الله ذبيح الله اوف وايي:

د افغان ځدران ساختماني شركت يو شمېر ودانې د تاجكستان فني كاركوونكيو ته پخپل وحت سپارل شوي نه دي، چې په همدې لامل د كار بهير پڅ شوى دى.

د افغان ځدران ساختماني شركت اجرائيوي رييس د تاجكي شركت د استازي څرگندونې بې بنسټه بولي او وايي:

د دغې پروژې د ځنډ بنسټيزه ستونزه د بند جوړولو طرح او په سيمه كې ناامني ده، چې د دغو ستونزو له اوارولو سره به د جوړولو كار هم چټك شي.

سيمه ييز مسوولين په سيمه كې د ناامنۍ شتون ردوي او وايي، اصلي ستونزه د قرارداديانو تر منځ د پروژې په پلي كولو كې ده.

Trending

Exit mobile version