سیمه ییز خبرونه

د فارياب ولايت د بې سرپرسته ماشومانو پر روان ژوندانه انديښنه څرگنده شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ماشومانو له حقونو څخه مدافع بنسټونه د فارياب ولايت د بې سرپرسته ماشومانو پر روان حالت انديښنه لري.

دوي وايي، بې سرپرسته ماشومان په داسې سيمو كې ژوند كوي، چې مناسب نه دي.

رابعه نومې ښځه وايي، حسيب الله نومى لس كلن، چې  پلار يي ډېر كلونه پخوا كورنۍ پريښې او خپله  ايران ته تللى او پر نشه يي توكو روږدى شوى؛ مور يي  د يوازيتوب له كبله دوه يم واده وكړ او خپله له دوه خويندو سره ډېرو دروازو ته ودرېد. ان، چې له تاوتريخوالي سره هم مخ شو.

په فارياب كې د بشر د حقونو خپلواك كميسيون د سيمه ييز دفتر رييس سيد حفيظ الله فطرت وايي، ناوړه حالت كولى شي ماشومان له ډېرو زيانونو سره مخ كړي.

د فارياب د كار او ټولنيزو چارو رياست مشره كريمه بيهقي وايي، لسگونه ماشومان په روزنتون كې له سهارڅخه تر ماښامه ساتل كيږي؛ خو د ځاى د نه شتون له وجې توانيدلي نه يو، جې دغو ماشومانو ته ليليه جوړه كړو.

دا يوازې فارياب نه دى، چې په كې د بې سرپرسته ماشومانو پر ژوند انديښنې ښودل كيږي. ويل كيږي ، چې په نورو ولايتونو كې ډيري ماشومان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version