تازه خبرونه

د فارياب ولايت قيصار ولسوالۍ خلك د طالبانو تر گواښ لاندې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ خلك د طالبانو د گواښ له وېرې له ولسوالۍ څخه د تېښتې په حال كې دي.

د دې ولسوالۍ يو شمېر خلكو له آريانا نيوز سره په اړيكه كې وايي:

له ټاكنو وروسته، چې امنيتي ځواكونه د قيصار ولسوالۍ له لويديځې ډډې ووتل؛ طالبانو لسگونه كلي ونيول او د ولسوالۍ پېنځه كيلو مترۍ ته يې دادى ځانونه رارسولي دي.

څلور ورځې وړاندې د قيصار ولسوالۍ په شاخ و غوره سيمه كې پر يو كور د طالبانو پر توغندي پېنځه كسه ټپيان شول. كله، چې امبولانس ټپيان ليږدول په لاره كې د طالبانو له وسلوال بريد سره مخ شول او يو ماشوم يې پر ډزو خپل ژوند له لاسه وركړ.

د قيصار ولسوال عبدالجمیل پېښه مني او وايي، چې د فارياب چارواكي د طالبانو له پرمختگ خبر شوي او د مرستو غوښتنه مې هم كړې ده.

نوموړى زياتوي د دې ولسوالۍ د شاخ و غوره او تويمست كلي د طالبانو تر ولكې لاندې دي.

د فارياب ولايت د پوليسو قوماندان جنرال توريالى وايي، مونږ له گډو ځواكونو سره د قيصار د خلكو د خلاصون پلان جوړ كړى او ډېر ژر به يې له روانو گواښونو وژغورو.

تېر كال هم طالبانو د دې ولسوالۍ د خواجه كنتي پر سيمې بريد كړى و، چې تر دې دمه د طالبانو تر ولكې لاندې پاتې ده.

د يادونې وړ ده، چې دوري له ټاكنو وروسته د دې ولسوالۍ د شاخ و غوره لسگونه كلي د طالبانو تر ولكې لاندې راغلي دي.

Trending

Exit mobile version