تازه خبرونه
د فارياب ولايت په مركز كې ځانمرگي ۴۳ تنو ته مرگ و ژوبله اړولې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د فاریاب په مرکز میمنه کې نن سهار(د كب ۲۷) یو ځانمرگى برید شوى دى.
پېښه د میسري په څلور لاري کې را منځته شوې ده.
د فاریاب ولایت امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر وایي، چي دا چاودنه د ښار په مرکز کې شوي، چې په كې ۱۵ ملكي وگړي وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان دي.
ويا كيږي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د فارياب والي محمد الله بتاش وايي چاودنه د زرنج موترسايكل پر مټ تر سره شوې ده.
عیني شاهدان وایي، چي له ۲۰ ډېر کسان په یاده چاودنه کې وژل شوي دي.
د پېښې پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخيستې.