سیمه ییز خبرونه

د فارياب په المار ولسوالۍ كې پېنځلس ملكي وگړيو ته مرگ و ژوبله اوښتې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب د المار ولسوالۍ د امنيتي ځواكونو او وسلوالو طالبانو په نښته كې پېنځلس ملكي وگړيو ته مرگ و ژوبله اوښتې ده.

په المار ولسوالې كې له سختې جگړې يوه ورځ وروسته د سيمې اوسيدونكې وايي، چې په دغه نښته كې پرنځه ملكي وگړي وژل شوي؛ د ښځو  او ماشومانو په گډون لس تنه نور ټپيان دي.

دوى ادعا كوي، چې دغه مرگ و ژوبله د دولتي ځواكونو د درندو وسلو له ډزو را منځته شوې ده.

دوى وايي، چې دولتي ځواكونو لسگونه كورونو ته اور اچولى دى.

په فارياب كې د ملي اردو وياند جگړن رضا بيا دغه ادعاوې ردوي او زياتوي، چې وسلوالو طالبانو له جگړې وروسته په سيمه كې له امنيتي ځواكونو سره د جگړې مخالف څلور تنه قومي مشران ووژل.

د نوموړي په وينا، د وسلوالو طاللبانو د يو تن قوماندان مولوي حبيب الله كور، چې په  ډېره اندازه چاوديدونكې توكي په كې ول د توغنديو د لگيدو پر لامل سوزيدلى دى.

نوموړي په ډاگه كړه، چې په دې جگړه كې د وسلوالو طالبانو څلور مهم قوماندانان او څلور يولس وژل شوي دي.

وسلوالو طالبان بيا د خپل يو قوماندان او يو طالب د وژل كيدو پخلي كوي او ادعا لري، چې په دې نښته كې ملي اردو او ملي پوليسو ته درنده مرگ و ژوبله اوښتې ده.

Trending

Exit mobile version