سیمه ییز خبرونه
د فارياب په عمومي زندان كې يو شمېر بنديانو د قرآن كريم د حافظانو پگړۍ وتړلې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د فارياب په عمومي زندان كې يو شمېرسياسي زندانيانو ديني زده كړې بشپړې كړې او قرآن كريم يې حفظ كړى دى.
چارواكي وايي:
دغو بنديانو د ځانگړيو مراسمو په ترڅ كې د قرآن كريم د حافظانو پگړۍ پر سركړې.
د فارياب د عمومي زندان مدير سمونوال سردار محمد وايي، چې:
د فارياب په زندان كې شاوخوا اته سوه كسان زنداني دي او له ټولو زندانيانو سره ښه رويه كيږي.
نوموړى زياتوي، چې په دغه زندان كې د ننه د صنعتي بلاك د جوړلو جدي اړتيا ليدل كيږي.
د فارياب په زندان كې د زندانيانو لپاره جومات، روغتيايي كلنيك، د ملاقات خونه او داسې نور شرايط هم برابر شوي دي.