تازه خبرونه
د فارياب په غورماچ ولسوالۍ كې وسلوالو طالبانو شپږ پوليس ووژل
وسلوالو اوړمه شپه د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ د دوآبۍ په سيمه كې د لويې لارې د پوليسو پر يوې پوستې بريد كړى دى.
د سيمې قومي مشر جاوید قیصاری وايي، چې پوليسو د څو ساعتونو لپاره د دغه بريد په وړاندې مقاومت وكړ؛ خو مرستي ته يې هيڅوك هم رانغلل.
د نوموړي په وينا، له څو ساعتونو وروسته وسلوالو طالبانو پوسته ونيوله او شپږ پوليس يې پر ډزو ووژل.
د فارياب والي د د طالبانو لخوا د شپږ پوليسو له وژنې د پخلي تر څنگ وايي، چې وسلوالو طالـبانو تېره شپه د پوليسو پر پوسته بريد كړى او شپږ پوليس په كې وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د فاریاب والی محمد الله بتاش وايي، چې دغو پوليسو له دوى سره پر شتو مهماتو شاوخوا څلورساعته مقاومت كړى دى.
نوموړىزياتوي د بريد په لومړيو شېبو كې له ملي دفاع وزارت څخه د مرستې غوښتنه هم شوې؛ خو ملي اردو ځواكونو هيڅ ډول مرسته نه ده كړې.
د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظیمی په دې اړه له خبرو ډډه كړې ده.
له دې وړاندې هم د فارياب په قيصار ولسوالۍ كې ورته بريدونه تر سره شوي او وسلوالو د امنيتي ځواكونو د پوستو له نيولو وروسته امنيتي ځواكونه وژلي او پوستې يې سوځولي دي.