سیمه ییز خبرونه

د فارياب په غورماچ ولسوالۍ كې يوولس وسلوال طالبان ووژل شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب په غورماچ ولسوالۍ كې د افغان امنيتي ځواكونو او وسلوالو طالبانو تر منځ په نښته كې يوولس وسلوال  طالبان وژل شوي دي.

سيمه ييز چارواكي وايي، چې په دغه نښته كې د وسلوالو طالبانو درې سيمه ييز قوماندانان هم وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو له رسنيو سره په اړيكه كې يوازې د خپلو پېنځه تنو د ټپي كيدو پخلى كړى او ادعا كوي، چې شل تنو پوليسو ته يې مرگ و  ژوبله اړولې ده.

د فارياب والي محمد الله بتاش وايي:

په دغه نښته كې يوولس ولسوال طالبان وژل شوي دي.

نوموړى زياتوي، د ولسوالۍ وضيعت اوس ښه دى. له تېرو اووه مياشتو را پديخوا د غورماچ ولسوالۍ امنيتي مسووليت افغان امنيتي ځواكونو ته سپارل شوى او له وسلوالو مخالفينو سره د دوى ورستۍ نښتې د افغان ځواكونو پياوړتيا ښيي.

د غورماچ او قيصار ولسوالۍ يو شمېر قومي مشران د افغان هوايي ځواك نه شتون يوه تشه بولي؛  خو د فارياب والي بيا وايي، د دې لپاره يې په تېرو نښتو كې  له هوايي ځواك څخه كار نه دى اخيستى، چې ملكي وگړيو ته مرگ  و ژوبله وانه وړي.

د فارياب غورماچ ولسوالي په تېرو درې  ورځو كې د افغان امنيتي ځواكونو او  وسلوالو طالبانو د خونړيو نښتو شاهده وه.

Trending

Exit mobile version