سیمه ییز خبرونه

د فارياب په غورماچ ولسوالۍ كې ۱۷وسله وال طالبان وژل شوي- جنرال لونگ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد په شمال كې د ملي اردو ذولفقار كماندو ځواكونه وايي، چې:

د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ كي يې د وسله والو طالبانو په يو مركز بريد كړى، چې په كې اوولس وسله وال طالبان وژل شوي او د دوى د يو مهم قومندان په گډون يې شل تنه وسله وال نيولي دي.

په همدې حال كې د فارياب والي وايي، چې:

د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ كې هم  امنيتې ځواكونو د وسله والو طالبانو يو مركز نيولى دى.

وسله والو طالبانو په دې باب څه نه دي ويلي .

د هېواد په شمال كې د ملي اردو ذلفقار كماندو ځواكونو كومندانۍ وياند احمد جاويد سليم وايي، چې:

افغان كماندو ځواكونو په يو لړعملياتو كې، چې د بهرنيو هوايي ځواكونو له خوا يې ملاتړ كيده د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ كې يې د وسله والو طالبانو يو مركز له منځه وړى او څلويښت تنه وسله وال طالبان يې وژلي او نيولي دي.

كوماندان جاويد وايي، چې دوى په دغو عملياتو كې شپېتنه ميله وسله ، بشكه يې ماينونه، د راكټ مرمۍ او پنځلس موټر سايكلونه هم نيولي دي .

د فارياب والي وايي، چې:

د دغه ولايت د قيصار ولسوالۍ په خواجه كنتي نومي سيمه كې، چې د څو مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولكه كې وه د افغان او ناټو ځواكونو په عملياتو كې د وسله والو طالبانو له وجود پاكه شوه او دولتي ځواكونه په كې مېشت او د بهرنيو روزونكيو له خوا محلي پوليسو ته په كې روزنه پيل شوې ده .

قيصار او المار د فارياب هغه دوه ولسوالۍ دي، چې په تېرو درې كلونو كې يې امنيتي وضيعت د اندېښنې وړ او خراب و .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version