سیمه ییز خبرونه
د فارياب په يو شمېر ولسواليو كې بزگرانو بيا كوكنار كرلي
په فارياب كې بزگرانو د كوكنارو كر ته مخه كړې او ناامني او بېوزلي د كوكنارو د كښت لامل گڼي.
دوي خپل عمر په بزگرۍ كې تېر كړى او تمه لري، چې دولت د بزگرانو اړتياوو ته پاملرنه وكړي.
په دې ولايت كې د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې اداره وايي:
كه څه هم د دغه كښت كچه د اندېښنې وړ نه ده؛ خو له افغان ځواكونه سره په همغږۍ يې د له منځه وړلو پلان په پام كې لري.
د فارياب د كوهستان ولسوالې د پرمختيايي شورا ريس غلام جيلاني كوهستانى هم شكايت كوي .
په فارياب كې د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې رييس اسحق شمسي دا نه مني او وايي:
په تېرو شپږ كلونو كې د كوكنارو كښت صفر و، چې له دې كبله دولت شپږ ميليون دالر هم وركړي دي.
هغه وايي، چې د كوهستان ولسوالۍ په غرنيو او ناامنو سيمو كې د كوكنارو كر بيرته پيل شوى دى.
د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزارت چارواكي وايي، چې د نشه يي توكو په وړاندې د مبارزې وزارت له خوا د شپږ ميليون دالرو څخه نږدې يو ميليون يې د ميمنې سپورتي لوبغالي ته ځانگړې شوي، چې دوه كاله مخكې بايد بشپړشوى و؛ خو تراوسه يې كار نيمگړى پاتې دى.