سیمه ییز خبرونه

د فارياب په پښتونكوټ كې تدبير نومي پيل شوي عمليات پاى ته ورسيدل

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د شاهين قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال شرين شاه کوهبندی وايي، چې د فارياب په پښتونكوټ ولسوالۍ كې تدبير نمي چاڼيز عمليات په بريا سره پاى ته ورسيدل.

جنرال کوهبندی وايي:

د دغو عملياتو په ترڅ كې وسلوالو ته درنده مرگ و ژوبله اړول شوې او  دولس كلي د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاك شوي او د سرحدي پوليسو پېنځه پوستې په سيمه كې ځاى په ځاى شوې.

وسلوالو طالـبان په دغو عملياتو كې خپلو ملگرو ته اوښتې مرگ و ژوبله ردوي او  ادعا كوي، چې د افغان ځواكونو دوه ټانگونه او يو رينجر يې په ماينونو الوځولي او افغان ځواكونو ته هم مرگ و ژوبله اوښتې ده.

جنرال شرين شاه کوهبندی دا ادعاوې ردوي.

جنرال كوهبندي له وسلوالو او د هغو له ملاتړو غواړي، چې له جگړې لاس واخلي؛ خو تر څنگ يې خبردارى وركوي، چې د ټاكنو امنيت د دوى دنده ده او د دغه بهير د امنيت لپاره له ټول توان څخه كار اخلي.

د سيمې خلك له دې كبله، چې ژوند يې له گواښ سره مخ نه شي له مركو ډډه كوي؛ خو داسې ښكاري، چې په سيمو كې د عملياتو له تر سره كيدو خوښ نه دي. له دې وړاندې يو شمېر كارپوهانو ويلي ول، چې د ټاكنو په را نږدې كيدو به په هېواد كې ناامنۍ ډېرې شي؛ خوامنيتي چارواكي وايي، چې د امنيت د ټينگولو لپاره به عمليات روان و ساتل شي.

Trending

Exit mobile version