بلخ @ps

د فاریاب قیصار، غورماچ، خواجه سبز پوش او شرین تګاب سیمې له وسلوالو پاکې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په فاریاب ولایت کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ د وسلوالو د ځپلو عملیات دوام لري.

 د فاریاب والي ویاند عبدالکریم یورش وایي، په ظفر اتلس عملیاتو کې تر اوسه د قیصار، غورماچ، خواجه سبزپوش او شرین تګاب ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسلوالو له شتون پاکې شوې دي.

ښاغلی یورش زیاتوي، په دغو عملیاتو کې ۲۳ وسلوال مخالفین وژل شوي او نولس نور ټپیان دي.

هغه په ډاګه کړې؛ ملا رحیم داد، چې تېر کال د سولې له بهیر سره یو ځای شوی و او بیا بېرته له وسلوالو سره یو ځای شو؛ هم دغو عملیاتو کې وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ د فاریاب په روانو عملیاتو کې د کمانډو یو سرتېری او یو پاڅونوال هم وژل شوي او یو کمانډو سرتېری او یو ولسي پاڅون کوونکی ټپیان دي.

د فاریاب ولایت مرکز او څو نورې سیمې له څو ورځو راهیسې  د مخالفینو تر فشار لاندې دی او امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې عملیات روان ساتلي؛ وسلوالو ته تلفات اوښتي دي او ځینې وسلوال هم د دغو عملیاتو له امله تښتیدلي دي.

Trending

Exit mobile version