تازه خبرونه

د فاریاب ولایت قیصار ولسوالي وسلوالو طالبانو ونیوله

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۴۰۰)

د فاریاب د ولایتي شورا غړي ویلي، د دې ولایت قیصار ولسوالۍ تېره شپه سقوط کړې؛ د قیصار ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون۱۴ سرتېري وژل شوي او ۳۸ نور وسلوالو طالبانو نیولي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیک ویلي: نه یوازې د قیصار ولسوالۍ وضعیت، بلکې په نورو ولسوالیو کې هم حالات خراب دی. تېره شپه د قیصار ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون۱۴ سرتېري وژل شوي او ۳۸  نور د طالبانو لخوا نیول شوي دي. 

دغه راز د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د طالبانو د هاموی په چاودنه کې نهه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ورک دي.

همدارنګه د پلازمېنې کابل د ملي بس په څلورلاري کې هم د یکشنبې پر سهار د ماین چاودنې درې کسان ټپیان کړي دی.

د کابل اوسیدونکی محمد آصف ویلي: چاودنه ډېره خطرناکه وه. هرڅوک وېرېدلی و. مونږ ټپي شوی یو؛ خو څوک وژل شوي ندي.

د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې د اردو یو سیمه ییز قومندان او دوه ساتونکي یې هم وژل شوي دي.

په ګردېز کې د سړک غاړې ماين چاودنې د دوه ښځو، یو ۱۲کلن ماشوم او موټرچلوونکي په ګډون څلور ملکي کسان وژلي.

د پکتيا امنيه قومندانۍ ويلي؛ ياده پېښه نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د ګردېز اړوند په ابراهيم خېل سيمه کې د وسلوالو طالبانو لخوا د خښ شوي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

ویل کیږي، چې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ په مرکز کې موټربم چاودنه شوې ده.

د بلخ ولسوالۍ د پولیسو د مرکزي قومندانۍ مخې ته له رامنځته شوې چاودنې وروسته بریدګر قومندانۍ ته وردننه شوي.

همدا رنګه په تخار ولایت کې د نامسووله قومندان فتح وسلوالو ۹ عام وکړي وژلي دي.

د تخار پولیسو منلې، چې دا کسان له هغې وروسته یو ځايي نامسوول قومندان یرغمل کړي، چې تېره ورځ په همدې سیمه کې له طالبانو سره په نښته کې د دې قومندان ۱۳ وسلوال ووژل شول.

د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر د قومندان فتح لخوا د دې کسانو برمته کول او د دیارلس کسانو وژنه تائيد کړې او وايي، دا قومندان دولت پورې هیڅ اړه نلري.

Trending

Exit mobile version