تازه خبرونه
د فرامینو او حکمونو د لوی ریاست پر کارکوونکیو د برید عاملان ونیول شول
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ په پلټنو کې معلومه شوې، چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکیو بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.
د افغانستان اسلامي امارت د دوشنبې پر ورځ (د تلې نهمه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو د هغې ډلې مهم کسان نیولي، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د وږي پر دولسمه یې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست پر کارکوونکیو او په یو شمېر نورو ولایتونو او بامیان ولایت کې یې پر بهرنیو سیلانیانو بریدونه کړي وه؛ ونیول.
په دې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې دغه عملیات په کابل او ننګرهار کې ترسره شوي دي.
دغه راز ویل شوي: د دغه بريد د طرحه کوونکيو او تنظيموونکيو له پټنځاى څخه يو تاجک وګړی هم نيول شوى، چې د ځانمرګي بريد پلان يې درلود. همدارنګه یو شمېر چاودېدونکي واسکټونه، دوه میله وسلې او مهمات هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ په پلټنو کې معلومه شوې، چې د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکیو بریدګر د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلی و.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل او فاریاب ولایتونو کې د عملیاتو پرمهال هم دوه داعشیان ووژل شول او یو شمېر نور ژوندی نیول شوی دی. په دوی کې داسې کسان هم شته، چې تازه د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي وه.
د دې خبرپاڼې له مخې؛ د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو لخوا د داعش له نسکورېدو وروسته د داعش د خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځينو استخباراتي کړیو پر مرسته بلوچستان او خيبر پښتونخوا ته لېږدول شوي، چې هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ داعش له دغو نویو مرکزونو څخه په افغانستان او په نورو هېوادونو کې بریدونه ترسره کوي. دغه راز ویل کیږي، چې همدا ډله په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې دیني عالمان او د دیني، مذهبي او سیاسي ډلو غړي وژني او د ځینو کړیو له لوري د خپلو ناوړه اهدافو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
