تازه خبرونه

د فرانسوي رادارو دوه یمه ټولګه هم کابل ته راورسیده

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۶, ۱۴۰۰)

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د یکشنبې پر ورځ د مرغومي ۵ په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د ملي رادارو یوه ټولګه کابل ته رارسېدلې ده.

دغه وزارت زیاته کړې؛ د ملي رادارو لومړۍ ټولګه، چې د رادار درې ستنې لري، له فرانسې څخه افغانستان ته راورسېده او د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته وسپارل شوه.

دغې ادارې زیاته کړې، چې له کابل وروسته به په بلخ او هرات کې هم دغه رادارونه نصب کړي.

په ټول هېواد کې د ۱۱۲میلیون یورو پر ارزښت د رادارو نصبولو قرارداد له فرانسوي شرکت تالس سره شوی او د دغه قرارداد له مخې به په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې پړاو پر پړاو نصب شي او د ۲۰۲۳ کال تر پایه به دغه ۱۲ رادارونه د هېواد په ۱۲ برخو کې د هوایي حریم له سیسټم سره نصب او فعال شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د رادارو د نصبولو قرارداد د تېر حکومت د واکمنۍ پر مهال له تالس کمپنۍ سره لاسلیک شوی و او د تېر حکومت له نسکورېدو مخکې یې لومړۍ ټولګه کابل ته رارسېدلې وه.

Trending

Exit mobile version