ساینس او ​​ټیکنالوژي

د فرانسې اوبو ته ورغلی سپین نهنګ له خواړو خوړلو ډډ‌ه کوي

Published

on

Last Updated on: زمری ۱۸, ۱۴۰۱

فرانسوي چاپېریال پوهان د فرانسې سین سیند ته د ورغلي سپین نهنګ د تغذیې پر لارو چارو غور پیل کړی، چې خواړو او بېرته ګرزېدو ته یې اړ کړي.

د AP د راپور له مخې؛ چاپېریال پوهان په خپلو هڅو کې ناکام شوي او هغه کبان نه خوري، چې ورته چمتو شوي دي.

د سمندري ساتونکیو ډلې د شنبې پر ورځ تویت کړی، چې زمونږ ډلې ټوله شپه له سپین نهنګ سره تېره کړه؛ خو هغه کبان نخوري، چې ورته په پام کې نیول شوي دي.

دغه سپین نهنګ د همدې اوونۍ په پیل کې ۷۰ کیلو متره لار وهلې او د لومړي ځل لپاره د فرانسې سیند ته رادننه او له خپل استوګنځي لرې شوی دی.

ساینس پوهانو تر اوسه دا نده ښودلې، چې آیا د هغه په ​​پوټکي کې د وړو ټوټو نښې نښانې د سمندر په تازه اوبو کې د لامبو وهلو طبیعي پېښه ده یا حیوان له کومې ناروغۍ سره مخ شوی دی.

سپین نهنګان تل یوازې د شمال قطب په سړو اوبو کې موندل کیږي. که څه هم دا نهنګان په مني کې سویل ته مهاجرت کوي؛ ډېر لږ له خپل طبیعي استوګنځي او سړو اوبو څخه لرې کیږي.

Trending

Exit mobile version