نړۍ
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون پر مخ یوه سخته څپېړه وخوړله!
(Last Updated On: غبرګولى ۱۸, ۱۴۰۰)
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون نن سې شنبه د غبرګولي ۱۸ د فرانسې سویل ته د سفر پرمهال د یوه سړي تر برید لاندې راغی او پر مخ یې سخته څپېړوخوړله.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیي، چې ولسمشر مکرون د فلزي خنډونو ترشا درېدلو خلکو ته ورندې کیږي؛ خو یو کس ورته پر مخ د یوې څپېړې پر وهلو ښه راغلاست ووایه.
د امانویل مکرون ساتونکي ورغلل او هغه یې د برید له ځایه لرې کړ.
فرانسوي رسنیو خبر ورکړی، چې د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.