تازه خبرونه
د فرانسې ولسمشر پر کرونا اخته شو
(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۳۹۹)
الیزه ماڼی د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون د کتنې پایله مثبته ده.
د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر څرګنده کړې، چې مکرون به د اووه ورځو لپاره په قرنطین کې وي.
د الیزې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ مکرون د کرونا لومړنیو نښو اړ کړ، چې کتنه تر سره او پایله ومني.
دا په داسې حال کې دهؤ چې فرانسې د کرونا له دوه یمې څپې سره د مبارزې لپاره د سفر محدودیتونه آسان کړي؛ خو په فرانسه کې د کرونا ویروس د ناروغۍ پیښې ډېرې دي. یوازې د چارشنبې پر ورځ په دې هیواد کې پر کرونا د اخته کسانو ۱۷۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
د کرونا ناروغۍ له پیل راپدیخوا په فرانسه کې ۲۴۶۵۱۲۶ کسان پر ویروس اخته شوي، چې تر دې دمه یې ۵۹۴۷۲ ناروغان مړه شوي او ۱۸۶۰۰۴ یې رغېدلي دي.